هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۸

حماس: راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او د څلورو مړي تل ابیب ته سپارو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حماس به راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او څلور مړي تل ابیب ته وسپاري.

 

د اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حماس به راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او څلور مړي تل ابیب ته وسپاري.

خبر زیاتوي، چې اسراییل به یې په بدل کې غزې تړانکې ته ګرځنده کورنه او د ساختماني وسایلو د لېږد اجازه ورکړي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فتر هم دا خبر تایید کړی، چې یرغمل شوي اسراییلي وګړي به د راتلونکې شنبې په ورځ له غزې تړانګې راووځي.

د هغه دفتر وویل، چې د یرغمل شویو خوشې کول په مصر کې د غیر مستقیم خبرو اترو وروسته شوي.

د اسوشیېټیډ پریس په راپور کې راغلي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د حماس ډلې دا غوښتنه منلې او ویلي دي: «موږ به اجازه ورکړو، چې د غزې تړانګې ته ګرځنده کورونه او ساختماني وسایل ننوځي ترڅو د یرغمل شویو وګړو د خوشې کولو لړۍ ګړندۍ شي.»

د حماس ډلې مشر خلیل الحیا تېره ورځ په یوه خپره شوې ویډیو کې، چې له مخکې ثبت شوې وه ویلي، چې په وژل شویو کې د «بیباس کورنۍ» هم شامل ده، چې د مور په ګډون یې دوه ځوانکي هلکان دي.

لا تر اوسه پورې اسراییل د «بیباس کورنۍ» وژل کېدل نه دي تایید کړي، خو د حماس ډلې له اعلان څخه وروسته د لومړي وزیر دفتر له خلکو غوښتي چې د «بیباس کورنۍ» انځورونه، نومونه او اوازې دې نه خپروي.

د «بیباس کورنۍ» په اوس وخت کې د اسراییلي وګړو لپاره د نیول شیو کسانو د حالت سمبول په توګه کارول کېږي.

واشنګټن هم پر حماس فشارونه زیات کړي چې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د فلسطین روغتیا وزارت وایي، چې په روانه جګړه کې تر دې دمه ۴۸۰۰۰ فلسطیني وګړي وژل شوي، خو نه وایي چې د وژل شویو له ډلې یې څو د حماس جنګیالي دي

د اسراییل حکومت لا هم غواړي چې حماس په غزې کې د نظامي او حکومتي ځواک په توګه له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و چې د غزې ۲ میلیونه اوسېدونکي په دایمي ډول له دې سیمې وباسي او سیمه به بیا ورغوي، خو د عرب نړۍ او فلسطینیانو له‌خوا دغه خبره رد شوې ده.

داسې ګنګوسې هم شته چې مصر د فلسطینیانو له لېږد پرته د بیا رغونې پر پلان کار کوي.

د اوربند د هوکړې له مخې، اسراییل اوس هم مکلف دی چې سلګونه فلسطینیان خوشې کړي، چې ځینې یې په عمري بند محکوم دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x