افغانستانی سوداګر وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تورخم کې شاوخوا ۴۰۰ موټرونه چې تازه مېوې او سبزي پرې بار دي، د پاکستاني چارواکو له خوا درول شوي دي.
د دوی په خبره، د موټرو د سکېن په بهیر کې په قصدي ډول ځنډ رامنځته کېږي چې له امله یې ډېر مالونه خوسا شوي دي.
سوداګر زیاتوي، د انګورو، رومیانو او پیازو ډېره برخه له منځه تللې او هغوی اړ شوي چې پاتې مېوې او سبزي په تاوان وپلوري.
دوی پر طالبانو هم نیوکه کوي چې په دې ستونزه کې یې تر اوسه د سوداګرو ملاتړ نه دی کړی او د پاکستان له چارواکو سره یې خبرې نه دي کړې.
اړوندې لیکنې :
- تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې
- پاکستان یو وار بیا د تورخم دروازه په بشپړه توګه وتړله
- د تورخم په دروازه بې وېزو موټر چلونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه
- تورخم کې لا هم جګړه روانه ده؛ یو ولسي وګړی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان دي
- خلیلزاد د تورخم کړکېچ ته په اشارې: افغانستان ولې باید سرحدي تاسیسات ونهلري؟
- له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د تورخم په پنډغالي کې د ثبت او راجستر پروسې له پڅوالي سر ټکوي