روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۰
: 2

بایډن: اسراییل باید په غزه کې د اوربند هوکړه وروستۍ کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې د غزې د اوربند هوکړه لیک وروستۍ کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې د غزې د اوربند هوکړه لیک وروستۍ کړي.

بایډن چهارشنبه د اګسټ پر ۲۱مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دا خبره یې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني اړیکه کې کړې ده.

هغه زیاته کړې: «ما یو ځل بیا څرګنده کړه چې موږ باید د اوربند او د برمته نیول شویو کسانو د خوشي کولو هوکړه وروستۍ کړو.»

د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي چې د قاهرې په مذاکراتو کې د پاتې خنډونو د لېرې کولو په اړه یې د اسراییلو له لومړي وزیر سره خبرې کړې دي.

بایډن یو ځل بیا پر اسراییلو د ایران او د هغه د نیابتي ډلو د احتمالي برید پر وړاندې له تل ابیبه د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو له هڅو سره سره، په دې سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم دوه ورځې وړاندې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د اوربند د هوکړې لپاره له وروستي فرصته ګټه واخلي.

بلینکن اسراییلو ته له سفر او د هغوی له چارواکو سره له کتنې وروسته ویلي چې تل ابیب د غزې د اوربند هغه وړاندیز منلی دی چې واشنګټن یې ملاتړ کوي.

د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني ډلو هم د غزې د اوربند د هوکړې د پلي کولو لپاره د بایډن وړاندیز د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x