ایټالیا اعلان کړی چې په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره یې دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت، چې په قطر کې فعال دی، ویلي دغه مرسته د درملنې مرکزونه به فعال وساتي او د اعتیاد پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه به پیاوړي کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې څلور میلیونه افغانان له نشهيي توکو سره روږدي دي، چې په هغوی کې ښځې او نجونې د فقر او پوهاوي د کمښت له امله تر ټولو ډېرې زیان ویني.
ملګري ملتونه وایي، د ایټالیا مالي ملاتړ به د درملنې تر څنګ د افغان ښځو او نارینهوو لپاره د عایداتي فرصتونو زمینه هم برابره کړي.
اړوندې لیکنې :
- اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي
- د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شو
- جرمني د افغانستان خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
- طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده
- د خوړو پروګرام: په افغانستان کې مو له ۱۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه
- پاکستان د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله، چې بې ویزې د درملنې لپاره ور روان وو