هر ګړې د کابل په وخت : 3:06 pm
ننې نیټه : 05-09-2025
تاریخ : 05-09-2025
ساعت : 15:06

ایرلنډ د کونړ زلزله‌ځپلو سره ۵۰۰ زره یورو مرسته وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره به سره صلیب او سره میاشتې ټولنې ته ۵۰۰ زره یورو ورکړي.

 

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره به سره صلیب او سره میاشتې ټولنې ته ۵۰۰ زره یورو ورکړي.

د ایرلنډ د لومړي وزیر مرستیال، سایمون هریس، ویلي چې دې زلزلې په سیمه کې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د ژغورنې عملیات به سخت وي، ځکه چې سیمه غرنیزه او لرې پراته ده او ځمکني ښویدنې او بندو لارو له امله زیانمنو شویو سیمو ته رسیدل وخت نیسي.

هریس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بېړني اقدامات وکړي او د زلزله‌ځپلو ملاتړ وکړي.

د ایرلنډ حکومت روان کال هم د افغانستان د بشردوستانه صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده.

ځینې نور هېوادونه هم د کونړ او ننګرهار زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x