روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۲۹

ایران له زندانونو زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقالیږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان خبر ورکړی، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقال شي.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان خبر ورکړی، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقال شي.

نوموړي نن چهارشنبه، ۲۳ د لړم، له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته راځي.

عسکر جلاليان زياته کړې: «په راتلونکو دوو مياشتو کې پلان لرو، چې زر تنه افغان بنديان بېرته خپل هېواد ته واستوو، څو خپل هېواد کې خپلې سزاګانې پوره کړي.»

د هغه په ​​وينا، ډېرى دغه بنديان د نشه يي توکو په جرم په بند محکوم شوي او يو شمېر يې داسې جرمونه کړي، چې د جرم شخصي اړخ يې لېرې شوی او اوس په عمومي توګه د خپل بند موده پوره کوي.

دغه ایراني چارواکي زیاته کړې، چې که بندیان رضایت ونه لري، خپل هېواد ته نه ستنول کېږي.

د ایران د عدلیې وزیر ټینګار کړی، چې د موافقې له مخې به یوازې هغه بندیان چې سزا یې حبس دی، انتقالیږی او د بند پاتې سزا باید د خپل هېواد په زندانونو کې تېره کړي.

د ایراني چارواکو په وینا، په ایران کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي. ویل کیږي چې اته زره بهرني بندیان د ایران په زندانونو کې دي.

ایران او افغانستان په ۱۳۸۵ کال کې د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی.

د دې هوکړې له مخې افغان بندیان څو ځله افغانستان ته لېږدول شوي چې د بند پاتې موده خپل هیواد کې تېره کړي او دې بهیر د طالبانو له راتګ وروسته هم دوام موندلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x