هر ګړې د کابل په وخت : 6:22 pm
ننې نیټه : 28-08-2025
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : 28-08-2025
ساعت : 18:22
: 3

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون: طالبان د باورونو پر ضد سخت چلند کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په اعلامیه کې راغلي چې طالبان هغه وګړي په کلکه ځپي چې د دوی له مذهبي او عقیدوي نظرونو سره همنظره نه وي. د دې بنسټ په وینا، دا حالت د افغانانو پر دیني ازادیو سربېره د اساسي بشري حقونو لپاره هم ستره ضربه ده.

د امریکا د مذهبي ازادیو خپلواک کمېسیون په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ نښې له منځه تللې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان هغه وګړي په کلکه ځپي چې د دوی له مذهبي او عقیدوي نظرونو سره همنظره نه وي. د دې بنسټ په وینا، دا حالت د افغانانو پر دیني ازادیو سربېره د اساسي بشري حقونو لپاره هم ستره ضربه ده.

کمېسیون ټینګار کړی، چې مذهبي لږکیان او ښځې په ځانګړي ډول له سختو ګواښونو، خپل‌سریو نیونو او محدودیتونو سره مخ دي.

دغه بنسټ له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانستانی کډوال ومني او د خوندي اوسېدو زمینه ورته برابره کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې بېرته ستنول به یې د طالبانو د انتقام سبب شي او ژوند به یې له جدي خطر سره مخ کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x