په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو له شرط او ځنډ پرته د خبریال حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دوی دوشنبه د لړم پر ۷مه په خپاره کړي بیان کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د فرهادي د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي.
د بیان پر بنسټ، طالبانو دا خبریال په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
په دغه بیان کې راغلي دي: «زموږ هغه همکاران چې د طالبانو له خوا د خبریالۍ په جرم بندیان دي باید سملاسي خوشي شي.»
دې خبریالانو ویلي چې د دوی د موندنو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۳۱۰ خبریالان نیولي او یو شمېر یې په «ډېر ناوړه ممکنه ډول شکنجه» کړي دي.
د يادونې ده چې حمید فرهادي او ورور يې د روان لمريز کال د وږي پر ١٣مه په کابل کې د طالبانو استخباراتو له خوا نيول نیول شوي وو.
طالبانو څه موده وروسته د هغه ورور خوشې کړ، خو دی لا هم د دغې ډلې په بندخونه کې دی.
دغې ډلې تر اوسه د فرهادي د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
تېره میاشت طالبانو په کابل کې د افغان نیوز خبریال مهدي انصاري هم نیولی و.
د انصاري له نيول کېدو وروسته د افغانستان د خبريالانو مرکز اعلان کړی و چې د نوموړي د برخليک په تړاو معلومات نشته.
اړوندې لیکنې :
- د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له خوا د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل یو تریخ حقیقت دی
- په مشهد کې د طالبانو او افغان قونسلګرۍ تر منځ شخړه
- جلا وطنه افغان خبریالان: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان بندیان کړي دي
- په اسپس تویټر کې د بل چا سره د مخامخ کېدو اخلاق
- د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه