روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۹

اسلام‌اباد: پاکستان له افغانستانه د امنیتي ضد پېښو د زیاتوالي شاهد دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان پوځ ویلي چې هېواد یې په دې وروستیو کې له افغانستانه د امنیتي ضد پېښو د زیاتوالي شاهد دی.د پاکستان پوځ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې وسله‌وال هڅه کوي د افغانستان له لارې پاکستان ته دننه شي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او ملکيان په نښه کړي.

د پاکستان پوځ ویلي چې هېواد یې په دې وروستیو کې له افغانستانه د امنیتي ضد پېښو د زیاتوالي شاهد دی.

د پاکستان پوځ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې وسله‌وال هڅه کوي د افغانستان له لارې پاکستان ته دننه شي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او ملکيان په نښه کړي.

د اعلامیې پر بنسټ، د روان کال د اپرېل پر ۲۱مه د پاکستان امنیتي ځواکونو د ډیورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې د بلوچستان په ژوب سیمه کې عملیات ترسره کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد د دولت ضد لږترلږه ۲۹ وسله‌وال مخالفین وژلي دي.

د پاکستان پوځ په خبره، د روانې میاشتې پر ۱۴مه په دغو نښتو کې د دغه هېواد یو لوړپوړی پوځي چارواکی هم وژل شوی و.

د پاکستان پوځ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ډیورنډ فرضې کرښې هاخوا اغېزمن مدیریت تضمین کړي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ټي‌ټي‌پي او د دغه هېواد د حکومت نورې مخالفې ډلې په افغانستان کې دننه له خپلو پټن‌ځایونو بریدونه پلان او تنظیموي.

ورته مهال، افغان طالبانو تل دا ادعا رد کړې او پاکستاني چارواکي یې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورن کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x