روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۵۱
: 2

ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند جنګیالیو پر موټر د دې جبهې د ځواکونو د برید په پایله کې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند جنګیالیو پر موټر د دې جبهې د ځواکونو د برید په پایله کې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.

ازادۍ جبهې د اېکس پر ټولنیزه شبکه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دا برید چهارشنبه د وږي پر ۲۸مه، د شپې مهال د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند میوند واټ ته پرغځيدلي څلوېښت متره سړک شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه برید کې د طالبانو دوه نور جنګیالي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د نظامي جبهو بریدونه زیات شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم ازادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو د پنځو جنګیالیو د وژلو ادعا کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x