روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۶:۲۹
: 2

ازادۍ جبهې د بګرام پر هوايي ډګر د برید ادعا کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : یادې جبهې پنجشنبه د لیندۍ پر لومړۍ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د بګرام هوايي ډګر څلورمه محافظتي پوسته په نښه کړې ده.

د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې د بګرام پر هوايي ډګر برید کې یې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

یادې جبهې پنجشنبه د لیندۍ پر لومړۍ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د بګرام هوايي ډګر څلورمه محافظتي پوسته په نښه کړې ده.

د نوموړې جبهې د ادعا له مخې، په وژل شویو کې د بګرام هوايي ډګر د قراول مرستیال «ملا ذاکر» هم دی.

یادې ټلوالې یادونه کړې چې طالبانو د پنجشیر، کابل، پروان، بغلان او کاپیسا ولایتونو سلګونه اوسېدونکي نیولي وو او بګرام زندان ته لېږلي دي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم نوموړې ټلوالې د کابل هوايي ډګر پر نظامي برخې د توغندیز برید ادعا کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x