په هلمند کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی.
دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه د موسی کلا ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.
په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم ریاض ویلي چې د دغې پېښې قربانیان یوه ۱۰ کلنه نجلۍ او یو ۱۲ کلن هلک دی.
له دې وړاندې هم له جګړو پاتې ناچاوده توکو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ماشومانو ژوند اخیستی دی.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي و چې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو شتوالی لا هم د افغانانو د ژوند پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د وروستیو راپورونو په حواله، د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومتره مربع ځمکه لا هم په ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ده.
اړوندې لیکنې :
- په هرات کې د ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی
- ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې یوې ښځې او یو ماشوم ته مرګ ژوبله اړولې
- په کندهار کې د لاسي بم چاودنې د یو ماشوم ژوند اخیستی
- په بلخ کې چاودنې یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی
- په بلخ کې یو کوچنی ماشوم وتښتول شو
- په کندهار کې له ۲۸ ورځو وروسته د یو ماشوم مړی وموندل شو