روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۳۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۹-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۳۰
: 2

په خوست کې د تصریري رسنیو د نشراتو بندښت پېل؛ د یو خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه بند شول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو له خوا د ژونديو موجوداتو د تصویرونو پر خپراوي د بنديز له اعلان سره جوخت، د خوست سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د «غرغښت» راډيو او ټلوېزیون نشرات بند شوي دي.سرچینو شنبه د لړم پر ۱۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغې رسنۍ نشرات له تېرو دوو ورځو راهیسې تړل بند دي.

د طالبانو له خوا د ژونديو موجوداتو د تصویرونو پر خپراوي د بنديز له اعلان سره جوخت، د خوست سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د «غرغښت» راډيو او ټلوېزیون نشرات بند شوي دي.

سرچینو شنبه د لړم پر ۱۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغې رسنۍ نشرات له تېرو دوو ورځو راهیسې تړل بند دي.

د سرچينو په وینا، طالبانو د خوست ولایت د تصویري رسنيو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ښايي راتلونکي څو ورځې په دغه ولايت کې د نورو ټلوېزيونونو فعاليتونه هم بند شي.

له دې مخکې په کندهار، تخار او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو له خوا د تصویري رسنیو نشرات بند شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو په کندهار کې د يوې غونډې پرمهال د خصوصي ټلوېزيونونو مسوولينو ته دوه مياشتې وخت ورکړی و چې خپل نشرات غږیز ته واړوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x