Warning: Trying to access array offset on value of type bool in /home/revayata/public_html/wp-content/plugins/elementor-pro/modules/dynamic-tags/tags/post-featured-image.php on line 39

پخواني پوځیان ملګرو ملتونو ته: د دوحې غونډې ته باید زموږ رښتینی استازی راوبلل شي | روایت
هر ګړې د کابل په وخت : 8:29 pm
ننې نیټه : 13-04-2026
تاریخ : 13-04-2026
ساعت : 20:29

پخواني پوځیان ملګرو ملتونو ته: د دوحې غونډې ته باید زموږ رښتینی استازی راوبلل شي

Warning: Trying to access array offset on value of type bool in /home/revayata/public_html/wp-content/plugins/elementor-pro/modules/dynamic-tags/tags/post-featured-image.php on line 39

په پاکستان کې مېشت د هېواد د پخواني حکومت يو شمېر پوځيان وايي، د دوحې غونډې ته بايد د دوی رښتينی استازی ور وبلل شي څو «درد او راتلونکی پلان» یې ملګرو ملتونو او نړۍ ته ورسوي.

دغو پوځیانو د پنج‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۹مه ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې د دوحې غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې «د بشري حقونو سرغړونې، د قانون نشتوالی او خپلسرۍ» اوج ته رسېدلې دي.

په لیک کې راغلي: «موږ هیله لرو چې د [پخوانیو پوځیانو] د یوې لویې ډلې د زړه درد او هیلې واورېدل شي او د هېواد په هکله پرېکړې چې کېږي، د پوځیانو ریښتینی استازی حاضر وي.»

د دوی په خبره، د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته هره ورځ سلګونه سرتېري نیول شوي، شکنجه او وژل کېږي.

دغو پوځیانو ویلي چې د دوی یو شمېر پخواني همکاران هم له هېواده وتلو ته اړ شوي او اوس په «فقر او بې‌وزلۍ» کې ژوند کوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره دغې ډلې تل په ډېرو مواردو کې د پخوانيو سرتېرو په نيولو، شکنجه او وژلو لاس پورې کړى دى.

وړمه ورځ طالبانو د پکتیا ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې د پخواني پوځ یو سرتېری په ډزو وواژه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x