روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۰

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو تر ۱۶ زرو ډېرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې په افغانستان کې یې تر ۱۶ زرو ډېرو ښځو ته «لنډمهاله کاري فرصتونه» برابر کړي دي.

یواېن‌ډي‌پي دا څرګندونې دوشنبه د کب پر ۲۱مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي.

د دغه سازمان په خبره، هغه کورنۍ چې مشري ښځو ته ورپه غاړې ده، د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د ښځو له کاره پر ملاتړ ټینګار کوي چې طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راپدېخوا پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونو په هېواد کې لسګونه زره ښځې پر کورونو کېنولي او خلکو ته یې د بشري مرستو د رسونې په لاره کې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي.

مرستندویه بنسټونو او د نړۍ هېوادونو تل د ښځو پر کار د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ښودلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x