روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۸

طالبانو په خوست کې یو شاعر او لیکوال نیولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په خوست کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په خوست ښار کې یو لیکوال او شاعر نیولی دی.سرچینو دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې په خوست کې نوموتی لیکوال او شاعر فریدون ریان له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

 په خوست کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په خوست ښار کې یو لیکوال او شاعر نیولی دی.

سرچینو دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې په خوست کې نوموتی لیکوال او شاعر فریدون ریان له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

سرچینې زیاتوي چې تراوسه د ریان د برخلیک په تړاو معلومات نه شته.

سرچینو ویلي چې طالبانو نوموړی تيره اوونۍ په خوست ښار کې د تلاشۍ له یوې پوستې نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی.

ورته مهال، د خوست یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو شبکو کې د فریدون ریان د خلاصېدو لپاره یو کمپاین پېل کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې خپلسرې نیونې ودروي.

په تېره يوه اوونۍ کې دا په ټول هېواد کې د طالبانو د خپلسرو نيولو شپږمه پېښه ده چې رسنیزه کېږي.

طالبانو د همدې اوونۍ په لړ کې په تخار کې دوه پخواني پوځيان او یو ملکي وګړی، په پروان کې یو خبریال او په پنجشېر کې یو ښوونکی نیولی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x