د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، زلمی خلیلزاد او د هغه مېرمن کولی شي له خطر پرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر او تفریح وکړي، ځکه طالبان یې پوروړي دي او د سفر ټول لګښتونه به هم د ملا هبتالله له خوا ورکړل شي.
صالح دا څرګندونې په یوه اېکس پوسټ کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې خلیلزاد له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې، کله د قومي لابيګر، کله د یونیکال شرکت د ګټو پلوي او کله د سيایاې د غیرمستقیم استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.
نوموړی باور لري چې د دوحې تړون له لارې خلیلزاد طالبانو ته ستر خدمت کړی او اوس طالبان ځانونه دده پوروړي ګڼي.
صالح زیاتوي، د خلیلزاد مېرمن چې له افغان کډوالو غواړي بېرته هېواد ته ستانه شي، د یوه نفوذي عامل او دده د بدنامه خاوند د رول لوبونې له دریځه دا خبرې کوي او دا ډول خبرې د دوی له نظره «صادقانه او په حقه» دي.
امرالله صالح ټینګار کړی چې که له۲۰۰۱کال نه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې پېښې په دقیقه توګه وڅېړل شي، څرګنده به شي چې خلیلزاد د عزیزی بانک او دوو مخابراتي شرکتونو په ګډون، له ګڼو فساد زېږوونکو قراردادونو سره تړاو درلود.
اړوندې لیکنې :
- سرچینې: ملاهبت الله د حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان شوی
- خلیلزاد د تورخم کړکېچ ته په اشارې: افغانستان ولې باید سرحدي تاسیسات ونهلري؟
- خلیلزاد: د افغانستان لپاره مبارزه ختمه نه ده، څه مو چې کرلي ژر به پاېله ورکړي
- خلیلزاد د ګانګرېس غړي ته: امریکا نه شوای کړای د ښځو حقونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پاتې شوې وه
- زلمی خلیلزاد طالبانو ته: له ښځو سره چلند د سوریې له نویو واکمنو زده کړئ
- زلمی خلیلزاد: د پاکستان پوځ دغه هیواد له امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ کړی