روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۵
: 1

د طالبانو مشر په رسنیو کې پر ده د دیني عالمانو نیوکې د «شریعت خلاف» بللي

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په رسنیو کې پر ده د دیني عالمانو نیوکې د «شریعت خلاف» بللي او ویلي دي چې دا د طالبانو پر رژیم ناوړه اغېز کوي.

د طالبانو مشر ته منصوب غږیز پيغام سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۷مه په ټولنیزو رسینو کې خپور شوی دی.

نوموړي دیني عالمانو ته په اشارې ویلي: «دا چې رسنیو ته راځئ او پر ما لاس ښوروئ چې امیرالمومنینه ولې دا کار کړی یا دا کار دې ولې نه دی کړی، دا د شریعت خلاف دی.»

نوموړي زیاته کړې: «دا ماته نصیحت نه دی، دا چې په نړیوالو رسنیو کې راځئ د دې پر ځای چې مثبت اغېز ولري، منفي اغېزه کوي.»

د هغه په خبره، دا چاره د طالبانو د کمرزوۍ لامل کېږي، بې اعتمادي رامنځته کوي او د دې ښکارندوي کوي چې د دیني عالمانو او دې ډلې ترمنځ واټن دی.

نوموړي له دیني علماوو غوښتي که نصیحت ورته لري، هغه دې په خصوصي ډول له ده سره شریک کړي.

نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې له دوو کالو ډېره موده کې په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو د نیوکې له کبله یو شمېر کسان نیول شوي او ربړول شوي دي.

تازه طالبانو په ننګرهار او کندوز کې پر دوی د نیوکې له کبله دوه دیني عالمان نیولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x