د دیورند کرښه د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې یوه له مهمو او حساسو سیاسي او قومي پولې څخه ده. دغه کرښه چې له یوې پېړۍ څخه زیات وخت وړاندې د افغانستان او بریتانیا تر منځ ټاکل شوې وه، تل د شخړې ځای پاتې شوی او هېڅ افغان حکومت یې تر اوسه په رسمي ډول نه دی پېژندلی. د دیورند کرښه په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره چې دواړو خواو کې ژوند کوي، د وېش او بېلتون نښه ده او د دوی کورنۍ، ټولنیز او اقتصادي اړیکې یې له منځه وړي دي.
د ملا هبتالله اخندزاده، د طالبانو مشر، لخوا صادر شوی حکم تاریخي او سیاسي مهم ټکي څرګندوي. د دې حکم متن په داسې ډول لیکل شوی چې روڼتیا لري او ښيي چې طالبان د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د «سرحد» اصطلاح د دیورند کرښې لپاره کارولې ده. دغه موضوع بېسابقه دی، ځکه تر دې دمه هېڅ افغان حکومت، پخواني حکومتونه او حتی د تېرو لسیزو طالبان هم دغه پوله په رسمي توګه نه وه پېژندلې.
د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانیا د استازي ترمنځ ټاکل شوې وه او د پاکستان د خپلواکۍ له ۱۹۴۷ کال وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي په توګه مطرح شوه. خو افغانستان تل دغه کرښه غیر رسمي او تحمیلي ګڼلې ده. دغه پوله چې د پښتنو په سینه تېرېږي، دوه وروڼه پښتانه په دواړو خواو کې بېلې کړي او د دوی ټولنیزې، اقتصادي او کلتوري اړیکې یې پرې کړي دي. په تېره یوه پېړۍ کې دغه وېش د پښتنو په منځ کې ژورې ناخوښۍ او د عدالت احساس کمزوری کړی دی.
د طالبانو د حکم متن ښيي چې دغه ډله په خپلو سرحدي سیاستونو کې بدلونونه راوستي دي. د دیورند کرښې رسمي پېژندنه کولی شي په کورني او نړیواله کچه پراخې پایلې ولري. له یوې خوا، دغه اقدام د پښتنو تاریخي وېش منل معنا لري او ښايي د دوی په منځ کې منفي غبرګونونه رامنځته کړي. له بلې خوا، دغه پرېکړه د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د سرحدي شخړو د کمولو لپاره د وسیلې په توګه کارول کېدای شي.
د دې پرېکړې د راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې شته: آیا طالبان غواړي دغه رسمي پېژندنه یوازې په عملي او امنیتي کچه عملي کړي، که په رسمي او دایمي ډول یې ومني؟ همدارنګه، دغه اقدام کولی شي د پښتنو د یووالي لپاره نوې ننګونې رامنځته کړي، ځکه د دې قوم ډېری غړي لا هم د دیورند نه منل ټینګار کوي.
د ملا هبتالله اخندزاده حکم د طالبانو په دیورند کرښې سیاست کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي. تر دې دمه هېڅ افغان حکومت دغه تحمیلي پوله په رسمي توګه نه ده پېژندلې، ځکه دغه کرښه د پښتنو تاریخي وېش رامنځته کړی او دوه وروڼه بېلې کړې دي.
د طالبانو لخوا د دیورند منل به د قومي هویت، د پښتنو یووالي او د افغانستان کورنیو او بهرنیو اړیکو باندې ژورې اغېزې ولري. دغه اقدام ممکن د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ښه کولو وسیله وګرځي، خو اصلي لګښت یې به د کرښې دواړو غاړو پښتنو پر اوږو وي. د پښتنو یووالی او د افغانستان ملي یووالی باید د بهرنیو اړیکو یا د یوې غیر مشروع ډلې د پرېکړو قرباني نه شي.
روښانه کول اړین دي چې د افغانستان خلک او د کرښې دواړو غاړو پښتانه د دې تاریخي وېش اصلي زیانمنونکي دي او یوازې دوی حق لري د خپل برخلیک او تاریخي پولو په اړه پرېکړه وکړي. طالبان، پرته له ملي او تاریخي مشروعیت څخه، د «سرحد» د ټاکلو هېڅ حق نه لري او د دوی لخوا د دیورند منل هېڅ قانوني یا اخلاقي بنسټ نلري.
اړوندې لیکنې :
- د مقاومت شورا: طالبان د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري
- طالبان: د ملا هبتالله په امر بهر ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر ګړندی کوي
- حلیم فدایي: ملا هبتالله ځکه په کندهار کې اوسي چې له سقوط سره سم به پاکستان ته واوړي
- سرچینې: ملاهبت الله د حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان شوی
- مولانا بلخي او طالبان
- طالبان عملاً په څو جبهو کې جنګیږي.