تمهېد دا وه چې د لومړي ځل لپاره یوه لويه ناسته د افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون د روان میلادي میاشتې په ۲۵ او ۲۶ مه نېټه په اسلاماباد کې ترسره شي. دا ناسته به د طالبانو سیاسي مخالفو څېرو ته فرصت ورکاوه چې سره راټول شي او د خپل هېواد د راتلونکي او د خلکو د سیاسي حقونو په اړه خبرې اترې وکړي. خو دغه ناسته له پیل څخه لانجمنه وه او له تېزو او سختو غبرګونونو سره مخ شوه، تر دې چې د جمعې ناوخته له رابلل شویو کسانو څخه باوري سرچینو د دې ناستې د ځنډېدو خبر ورکړ. که څه هم ظاهراً داسې ښودل کېده چې ګواکې ناسته د ګډونوالو د ویزو د ستونزې له امله وځنډېدله، خو زه ګومان کوم حقیقت تر دې ډېر پېچلی او ژور دی.
له دې ناستې د تنظیم له پیله، طالبان او د دې ډلې امریکايي ملاتړی زلمی خلیلزاد سخت اندېښمن شول او لاس په کار شول. طالبان ډېر حساسان او اندېښمن وو چې هسې نه د دوی له خپل غږ پرته بل غږ واورېدل شي. د دې ډلې لپاره هر مخالف سیاسي حرکت د قدرت د انحصار د ماتېدو په توګه تعبیرېږي. له همدې امله طالبانو د ناستې د ګډوډولو لپاره د هېواد دننه یو شمېر رابلل شوي څېرې ګواښلې او ځینې یې د مستقیم فشار، خبرو او تطمیع له لارې له ګډون څخه منصرف کړي دي. طالبان غوښتل دا پیغام ورکړي چې په نړۍ کې به هېڅ ځای د دوی سیاسي بدیل ته د جوړېدو اجازه ورنکړي.
له بلې خوا، د افغانستان نه بهر د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په کلکه د دې ناستې پر ضد دریځ ونیو. هغه وویل چې د اسلاماباد ناسته «تحریکوونکې او غیرمسوولانه» ده او اسلاماباد د داسې یوې غونډې په کوربتوب سره د تېر وخت تېروتنې تکراروي. خلیلزاد د پاکستان د استخباراتو د ادارې (ISI) رول ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو مخالفین باید پرېنږدي چې د ISI مهر د دوی پر تندي کېښودل شي. دغه توند دریځ د ناستې فضا تر درنو سیورو لاندې کړه. د سیمې ګڼ هېوادونه او حتّا لوېدیځ ځواکونه هم دې پیغام ته غوږ ونیوه او داسې احساس یې وکړ چې ناسته کېدای شي دیپلوماتیک لګښتونه ولري.
پاکستان پخپله په خورا پېچلي وضعیت کې واقع دی. له یوې خوا، اسلاماباد له کلونو راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو په وروستیو کلونو کې طالبانو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په موضوع کې، له پاکستان سره په همکارۍ کې لنډ پاتې شوي دي. له همدې امله یو شمېر شنونکو وویل چې پاکستان د دې ناستې په ترسره کولو سره غواړي پر طالبانو فشار زیات کړي او وښيي چې که همکاري ونه کړي، اسلاماباد کولای شي مخالفانو ته میدان ورکړي.
له بلې خوا، پاکستان نه غوښتل چې له طالبانو سره یې اړیکې په بشپړ ډول زیانمنې شي، ځکه دغه اړیکې د دې هېواد د پولو د امنیت او د سیمې د سیاست لپاره حیاتي دي. چین او آن یو شمېر نورو هېوادونو هم پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر وړاندې له تحریکوونکو ګامونو څخه ډډه وکړي.
په دې شرایطو کې، د «ویزې ستونزه» اعلانول د وختتېرولو تر ټولو مناسبه لاره وه. په واقعیت کې د دې ډول ناستو د ویزو مسئلې عموماً د چټکو دیپلوماتیکو تماسونو له لارې حل کېږي، خو دا ځل ځنډ تر اداري ستونزې ډېر، یوه حساب شوې شاتګتګلاره وه. پاکستان په دې پلمې وخت وپېراوه څو وویني چې د طالبانو او خلیلزاد فشارونه په راتلونکو ورځو او اونیو کې تر کومه حده جدي دي.
که ناسته په نږدې راتلونکي کې ترسره شي، امکان لري طالبان لا توند غبرګونونه وښيي. کېدای شي د ګډونوالو پر کورنیو فشارونه ډېر شي او د افغانستان دننه د ګواښ او ویرې فضا نوره هم سخته شي. خو که ناسته لغوه شي، طالبان به یې یوه ستره بریا وبولي او ووایي چې مخالفین حتّا له افغانستانه بهر هم د منظمېدو توان نه لري.
خو تر ټولو مهمه دا ده چې افغانان باید وتوانېږي په ازاد ډول د خپل راتلونکي په اړه خبرې وکړي، او که نړېواله ټولنه په رښتیا د افغانستان د خلکو د حقونو ملاتړ کوي، باید اجازه ورنکړي چې دغه ډول ناستې د طالبانو تر فشارونو یا د دیپلوماتانو تر خبرداریو لاندې لغوه شي.
په دې توګه، د «ولې د طالبانو د مخالفانو ناسته په پاکستان کې وځنډول شوه؟» پوښتنې اصلي ځواب دا دی چې د ویزې ستونزه یوازې یو ظاهري دلیل و. ریښتینی دلیل د افغانستان دننه د طالبانو فشارونه او د هېواد څخه بهر د زلمي خلیلزاد فشارونه په ګډه وو. طالبان په ګواښ او ځپنه، او خلیلزاد په سیاسي او دیپلوماتیک نفوذ سره، دواړو یو ګډ هدف درلود: دا چې ناسته ونشي یا لږ تر لږه کمرنګه او بېاغېزې شي. پاکستان هم، څو د دې کشمکشونو په منځ کې بند پاتې نه شي، منځنی لوری ونیو او ناسته یې وځنډوله.
د ناستې راتلونکی لا هم نامعلوم دی. کېدای شي یوه میاشت وروسته ترسره شي، خو که فشارونه دوام وکړي، د بشپړې لغوه کېدو احتمال هم شته.
په هر صورت، څرګنده ده چې ځنډ د اعلان شوې اداري مسئلې له امله نه، بلکې هغه سیاسي او امنیتي فشارونه سبب شوي چې پر اسلاماباد وتپل شول.
اړوندې لیکنې :
- د هرات یولسمه امنیتي غونډه؛ ایا د طالب مخالفانو ویشتل شوي سرونه به راټول شي؟
- اتمر: پاکستان له طالبانو د سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره افغان کډوال ځوروي
- د طالبانو، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه؛ د افغانستان د ولس لپاره فرصت که ګواښ؟
- په اروپايي هېوادونو کې د طالبانو د ډلې غونډه
- د مسکو غونډه د طالبانو د مخالفینو لپاره یو فرصت دی
- یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه ګډون یوه لویه نیمګړتیا وه