د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار ویلي، چې پاکستان به په هېڅ ډول شرایطو کې لومړی ګام وانخلي؛ خو د هند لهخوا د هر ډول یرغل ځواب به په پوره ځواک سره ورکړي.
جیونیوز د اسحاق ډار له حوالې لیکلي:« نړۍ دا مهال له یو سخت پړاو څخه تېرېږي او په ځانګړې توګه سیمه له جدي او حساسو حالاتو سره مخ ده. سوله او سوکالي باید زموږ ګډه موخه وي.»
ښاغلي ډار زیاته کړه، په ډېرو هندي ایالتونو کې د بشري حقونو جدي سرغړونې روانې دي او هند د سیمې د مېلیونونه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستان دفاع وزیر وايي چې د هند له خوا پوځي یرغل نږدې دی
- اسحاق ډار وایي، له افغانستان سره د پاکستان اړیکې مثبت لور ته روانې دي
- ندا محمد ندیم: هغه ملا چې د دین په تړاو د هرې پوښتنې ځواب لري «ګمراه» دی
- پوتین ټرامپ ته: روسیه باید د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي
- فایق: طالبان د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د ځواب ورکولو تمایل نه لري
- خبریالانو مرکز: د «مینې» مجلې بنسټګر عزتالله ځواب د طالبانو له بنده خوشی شو