هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۱-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۸:۳۲
: 2

د ظاهر قدیر کورنۍ: عبدالظاهر قدیر د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تېرې ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی دی. د نوموړي وراره جلال قدیر د هغه د نیول کېدو خبره منلې ده. نوموړي دغه راز ویلي، له ظاهر قدیر سره یې وروستۍ اړیکه د دوبۍ له هوایي ډګر څخه د اپرېل په ۱۵مه و، چې تراوسه پورې لادرکه دی. جلال همداراز وايي، چې د ښاغلي قدیر د اړیکې شمېرې له هغه وخت راهیسې بندې دي او د نیولو لامل یې هم روښانه نه دی.

د تېرې ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.
د نوموړي وراره جلال قدیر د هغه د نیول کېدو خبره منلې ده. نوموړي دغه راز ویلي، له ظاهر قدیر سره یې وروستۍ اړیکه د دوبۍ له هوایي ډګر څخه د اپرېل په ۱۵مه و، چې تراوسه پورې لادرکه دی.
جلال همداراز وايي، چې د ښاغلي قدیر د اړیکې شمېرې له هغه وخت راهیسې بندې دي او د نیولو لامل یې هم روښانه نه دی.
د هغه په خبره، «دا چی زمونږ او ستاسو مشر حاجی عبدالظاهر قدیر څو ورځی وړاندی بهرنی سفر درلوده، متاسفانه د حاجي صاحب ظاهر د وینا مطابق چې په هماغه لحظه یې مونږ ته وویل چی د دوبۍ هوایي ډګر څخه د امریکا استخبارتي پولیسو نیولی دی. هغه تر اوسه بیا تماس نه دی نیولی او لا درک دی.»
د یادولو ده، چې د هغه د نیولو کېدو په اړه عربي متحده امارتو په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x