لومړني خلک عربانو چې فیشني جامې واغیستل د مسلمان تاریخ پوهانو د پام یو اړین ټکی دا دی چې دوی جزیره عرب او نورو اسلامي ښارونو کې د نویو جامو (مډلونو ) د لومړی کاراخیستونکو او اغوستونکو نومونه په سمه توګه ثبت ګړي دي.
د بیلګې په توګه ابن قتیبه دینوري( مړینه ۲۶۹ ) په المعارف کې وایې : لومړی کس چې په مدینه کې طیلسان اغوستلې وه جبیر بن مطعم (مړینه ۵۹) لومړی کس چې په بصره کې ساده او د کتان جامې اغوستې وی هغه زیاد بن ابی سفیان دی.
(مړینه ۵۶ هجری ) لومړنی عرب چې وریښم اغوستی وه عبداله بن عامر (مړینه ۵۷) لومړی کس چې توره پګړۍ اغوستی وه مختار بن ابی عبید ثقفي (مړینه ۶۷) همدارنګه د نوی اغوستونکو جامو تاریخ ته د هغوی د پام وړ په منځ کې دا د امام سیوطی داسې بیان دی. په الحاوي للفتوي کې د انس بن مالک (مړینه ۹۳) د خولۍ د لنډ والي په اړه یې ویلي دي: اوږده خولۍ په ۱۵۳ هجري کې د منصور د خلافت پر مهال موندل شوې وه.
په دې اړه یو شاعر وایې:
له امام څخه مو ډیره هیله درلوده خو غوره شوې امام د خولۍ اندازه زیاته کړه .
سربیره پر دې ابن خلکان (مړینه ۶۸۱) هجري په وفیات الاعیان کې د قاضي ابو یوسف د لومړیو دندو په اړه (مړینه ۱۸۰) وایې: هغه لومړنی کس وه چې قاضي القضات ورته ویل کیږي .
دا هغه لومړنی کس وه چې د علماوو جامې ترنن ورځې بدلې کړې.
له د وړاندې یو ډول جامې وې او توپیریې نه درلود. دا دې ابو یوسف په زمانه کې د فقهاوو رسمي جامې وې.
د طیلسان په دننه کې بله جامه وه. د دې دلیل هغه نادره کیسه ده چې ابوالفرج اصفهاني (مړینه ۳۵۶ ) هجري په الاغاني روایت کړې ده. وایې : اسحاق موصلي (مړینه ۲۳۵) د فقهاوو په جامو کې مامون ته ورغی له مامون څخه یې وغوښتل چې د جمعې ورځ د خلیفه او ملګرو ځانګړي ځای ته د تورې جامې طیلسان په اغوستو د ننوتو اجازه ورکړي مامون وخندل او ویې ویل : دا خبره بیا ځل مه تکراره وه خو موږ ستا غوښتنه په زر درهمو رانیولې .
پورتني کیسه موږ نباید ناسمه ونه ګڼو ځکه چې ذهبي (مړینه ۷۴۸) په خپل سیراعلام النبلا کې د موصل ستاینه کړې او ویلي دې : امام ډیرپو او اوښیار او موسیقي پوه وه.
سیوطي په الحاوي للفتوي کې د ځینو علماوو ستاینه کړې د کله چې د مشرانو لپاره د شنې لنګۍ نه اغوستلو د جواز په اړه خبرې شوي دي هغوی په دې آیت کې استدلال وکړ: ژباړه د آیت ای پیغمبره خپلو ښځو خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه: چې له دوی سره به قضاوت وشي پرده واچوی ترڅوچې دوی ونه زوریږي دا احتیاط ته ډیر نږدي دی او خدا ج مهربان او بښونکی دی. علما باید د علم د پیژندلو لپاره ځانګړې جامې واغندي .
نجم الدین الغزي (مړینه ۱۰۶۱) په حسن التنبه لما ورد في التشبیه په د باور دی چې د انسان د عقل د نشتوالي یوه نښه دا ده چې د اخلاقو ، شکل او جامې له نظره هره شیبه خپل مخ بدلوي .
د شیعه او سني ژباړو کتابونو د امام زید د بن علي زین العابدین (مړینه ۱۲۰) حتی ابوالقاسم العزیز البغدادي (مړینه ۳۶۳) په خپل مختصر مناقب الامام زید د امام زید د ښکلا او اغوستلو خبره نه ده ګړې .
او امام هم زید هم د مسلې ته ګته نه د نیولې بلکې د هغه پرهیزګاري ته یې اشاره کړی.
د شیعه او سني سرچینو د سینګار په اړه امام جعفر صادق (مړینه ۱۴۸) هجري نقل کړې دی د بلګې په توګه ابو نعیم اصفهاني (مړینه ۴۳۰) حلیه اولیا کې د سفیان ثوري (مړینه ۱۶۱) له خوا هغه روایت کوي چې : یوه ورځ جعفر بن محمد (جعفر صادق) ته ورغلم ، ولیدم چې د وریښمو جامې اغوستلې وې. ما په حیرانتیا ورته وکتل هغه راته وویل : څه ګورئ؟ ښاسې هغه څه چې د ولید حیران شوی اوسی ؟ ما وویل : ای د پغمبر زویه دا ډول جامې ستا او ستا د پلرونو جامې نه وې هغه راته وویل: هغه وخت د سختیو او فقرزمانه وه او دوی هم په همدې فقر او سختۍ ژوند تیرول خو اوس د نعمتونو سیلاب زمونږ په لور روان شوي دی. بیا يې خپل لسټونۍ څخه د اوریښمو یوه سپینه خولۍ یې راویستله او ویې ویل : دا زه د خدا ج رضا د لپاره اغوندم او هغه ستاسو لپاره هغه څه چې د خدای ج لپاره وه هغه مې پټ کړې وه او ستاسو لپاره ښکاره .
کلینی (مړینه ۳۲۹) هم په الکافي کې لاندې روایت کړې دی : جعفر صادق عبید بن زیاد ته وویل چې د نعمت ښکاره کول تر پټولو غوره دي نو خپل ځانته غوره جامې واغوندئ عبید تر مرګ پورې همداسې وه.
په همدي کتاب کې د جامو په اړه لیکل شوي دي چې وایې : یو وخت یې جامې اغوستي او ویل به یې دا ډول جامې زموږ لپاره مناسب دي خو نن یې نشو اغوستلای که یې واغوندو موږ ته به لیونیان او ریاکار ووایې . کله چې امام مهدي ظهور وکړ زموږ جامې به همداسې وي.
…